دې پوليس ته خو يو افرين وواياست
په افغانستان کې به مو په دې نږدې مياشتو کې د يوه لوړپوړي حکومتي مامور نخرو ډېر ماغزه خوړلي وي چې يو وار يې استعفا ورکړې او بيا يې خپله استعفا نه منله او په څوکۍ پورې سريښ و، خو ګورئ دا کيسې په نوره نړۍ کې نه چلېږي.
هلته خلک داسې دي چې پوه شي، بې کاره دي، نو په شرافت له خپلې څوکۍ لاس واخلي.
راځئ نن د هند د يو پوليس کيسه ولولئ.
کیسه داسې ده چې د هندوستان په اترا پردېش ایالت کې یو پولیس افسر د ځناورو د قاچاق په مخنیوي کې د پاتې راتګ له کبله استعفا کړې او له خپلو خلکو یې بښنه غوښتې.
افسر راجیندرا تیاګي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، شاید په دنده کې يې غفلت کړی وي، ځکه نه دی توانېدلی بریالی شي.
ده زیاته کړې، کله چې یو کس په خپل کار کې پاتې راشي، ښه ده چې په کور شي او نورو ته ځای پرېږدي.
0 نظرونه