کټرینه کیف ۳۵ کلنه شوه
کټرينه کيف د هندي سېنما يوه له هغو ستوريو ده چې د فلم تر جوړېدو وړاندې د فلم د بريا ضمانت ورکوي او په کومو فلمونو کې چې دا لوبېدلې، له څېلمې بريالي شوي دي.
پرون دغه ښايستوکې فلمي ستورې د ژوند تر څلور دېرشو کالو واوښته او په پنځه دېرشم ننوته.
کټرینه په ۱۹۸۳ کال کې د جولای په ۱۶ نېټه په هانګ کانګ کې زېږېدلې ده.
د هغې پلار محمد کیف نومېده او د هندي کشمیر اوسېدونکی و.
کټرینه په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې بالیووډ ته راغله او خپل هنري ژوند یې له همدې ځایه پیل کړ، مګر تر دې وړاندې یې په بریټانیا کې په ماډلنګ کې کار کاوه.
کټرینه کیف په خپل ټویټر د خپلې کالیزې خبر خپور کړی او ډېرو خلکو هم ورته مبارکي ویلې ده.
0 نظرونه