سنيلېون ته يې خپل نوم بلا شو
د هندي سېنما مشهوره فلمي ستورې سنيلېون وايي، د خپل اصلي نوم ښکاره کول ورته بلا ګرځېدلې ده.
د هغې اصلي نوم کرن جیت کور دی او اوس وايي، همدې نوم سرګردانه کړې ده.
پر سنيلېون اوس هندي سکهان غوسه دی چې ولې یې خپل اصلي نوم ښکاره کړی، ځکه چې دا یو پاک نوم دی او سنيلېون له اخلاقي لحاظه چندان جوړه نه ده.
هندي رسنۍ لیکي، د سنيلېون له نوم سره د کور کلمه هغه ټکی دی چې د سکهانو احساسات یې را پارولي دي.
سنيلېون دا نوم د دې پر ژوند په جوړېدونکي فلم کې کارولی دی، خو تر اوسه یې د سکهانو د اعتراض په اړه رسما څه نه دي ویلي، خو سکهانو بیا خپله عریضه حکومت ته سپارلې ده.
0 نظرونه