د هندي بوډا نوکان په موزيم کې ايښودل کېږي
څه موده وړاندې به مو په سرخط کې لوستي وي چې د شريدهر په نامه يوه هندوستاني بوډا شپږ شپېته کاله کېږي چې نوکان نه دې پرې کړي.
همدا بوډا چې په امريکا کې اوسي، پرون يې له نوکانو سره مخه ښه کړې ده او له بېخه يې غوڅ کړي دي.
ده ويلي، دا نوکان يو تاريخ دی او دی وېره لري چې نور يې نه شي ساتلای، ځکه يې نو په امريکا کې د هند سفارت ته سپارلي او هغوی ويلي دي چې امانت به يې په هندوستان کې په يوه موزيم کې کېږدي.
شریدهر ۱۴ کلن و چې نوکان یې پرېښودل او اوس یې اوږدوالی یې ۲۹ فټه او ۱۰ انچه ته رسېده.
0 نظرونه