پر يوه نجلۍ د مين زمري کيسه
له انسانانو سره د ځناورو د مينې او دوستي ځينې افسانې به مو اورېدلې وي، ځينې کيسې هم داسې شته، خو راځئ نن د يوه داسې زمري په اړه ولولئ چې پر يوه وړه کوچنۍ نجلۍ مين دی او د دواړو سمه پخه ملګرتيا ده.
دا زمری هم کوچنی دی او د ترکيې په استانبول کې په يوه رسټورانټ کې اوسي.
ترکي رسنۍ وايي، ماشومه چې هر وخت دغه رسټورانټ ته ورشي، زمری ورته له پنجرې څخه راوځي او له ماشومې سره لوبې پيلوي.
په میوزو رسټورانټ کې دغه کوچنی زمری تر هغه وخته له ماشومې سره خوشحاله وي او لوبې ورسره کوي، تر څه وخته چې دا په رسټورانټ کې وي، خو کله چې نجلۍ ځي، زمری ورپسې خپه کېږي او تر هغه وخته ورپسې ګوري، تر څو چې نجلۍ له سترګو پنا کېږي.
د دوی دواړو وېډيوګانې هم جوړې شوې او په ټولنيزو رسنيو يې خلک حيران کړي دي.
جالبه دا ده چې په دې رسټورانټ کې له زمري پرته، تمساح، مار، سوی او ځينې مرغان هم ساتل شوي دي، خو هغوی داسې نه دي.
0 نظرونه