یو احتمالي نوماند شهيد شو
په غزني کې ولسي جرګې ته یو احتمالي نوماند عبیدالله سادات شهيد شوى دى.
د غزني امنیه قومانداني خبر ورکوي چې سادات نامالومو وسلهوالو وړمه شپه په غزني ښار کې په شهادت رسولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې برید کوونکى د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.
خبرپاڼې د برید کوونکي د هویت په اړه څه نه دي لیکلي.
0 نظرونه