د سولې حرکت پلاوی پکتیا ته ولاړ
د سولې ولسي حرکت د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې.
د همدې هڅو په دوام د دې حرکت یو پلاوی پکتیا ته تللی.
د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست وايي، دا پلاوی جنګي سیمو ته ځي او له دواړو خواوو به وغواړي چې خبرو ته کښېني.
دغه شپږ کسیز پلاوی به د پکتیا له بېلابېلو قومونو سره هم خبرې وکړي.
0 نظرونه