په ننګرهار کې داعشيانو اندېښنې جوړې کړې
مشرانو جرګه په ننګرهار کې د داعش ډلې د پراخېدو په اړه اندېښنه ښيي او حکومت تورنوي چې د داعش ډلې په ځپلو کې پاتې راغلی دی.
د سناتورانو تر څرګندونو وروسته د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي، حکومت باید د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره چهارشنبه د جلال اباد ښار د پوهنې پر ښاري مدیریت برید شو چې پهکې تر لسو تنو زیات شهيدان شول.
0 نظرونه