ولسمشر په سیاسي مشرانو خوله پرانيسته
ولسمشر غني یو ځل بیا د هېواد سیاسیون تر سختو نیوکو لاندې راوستل.
ولسمشر چې پرون یې ولس ته وینا کوله وویل، د افغانستان برخلیک خلک ټاکي، نه یو قشر.
ولسمشر غني د سیاسي ګوندونو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د رايې ورکوونکیو د نوم لیکنې بهیر دې ودرول شي، په تنده لهجه او په ټینګار سره وويل، اساسي قانون په دې برخه کې وضاحت لري او نه باید په هېواد کې کړکېچونه ژور شي.
ولسمشر د سیاسي ګوندونو په وسلو هم نیوکه کوي او زیاتوي، د هېواد څلوېښت کلن کړکېچ د چا په غاړه دی؟
0 نظرونه