د هند په ښوونځيو کې دا هم پېښېږي
په افغانستان کې کله کله دانه دانه په ښوونځي کې يو ماين، توپک يا د ځانمرګي واسکټ پيدا شي، خو په هند کې په يوه ښوونځي کې په يوه وخت تر شپېته زيات خونړي ماران موندل شوي دي.
دا ښوونځی د هند په مهارا شټرا ایالت کی دی او له پخلنځي یې دغه ماران نیول شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې مارانو څرک هله ولګېده چې کله د ښوونځي یوې زړې مامورې له وړو نجونو سره نږدې دوه ماران ولیدل او هڅه یې وکړه چې هغوی ترې وژغوري، مګر کله چې هلته نږدې شوه، د مارانو په پوره رمه یې سترګې ولګېدې.
دا ماران تر دوه ساعتونو هڅو وروسته په ډېره سختي ټول ژوندي نیول شوي او بیا د ځنګلونو محکمې له لارې اړوندې ادارې ته سپارل شوي دي.
په هند کې خلک ماران نه وژني او سپېڅلي يې بولي.
0 نظرونه