پوتین او ټرمپ پر افغانستان هم غږېږي
افغانستان ته د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، ولاديمير پوتین له ډونلد ټرمپ سره په خبرو کې د افغانستان موضوع هم اضافه کړې ده.
کابلوف هيله لري چې د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې به د امريکا او روسیې د ولسمشرانو تر غونډې وروسته د افغانستان پر موضوع ځيني پرمختګونه وليدل شي.
دی زیاتوي، که ډونلد ټرمپ لېوالتيا وښيي، پوتین به د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي.
کابلوف ويلي، هغه راپورونه يې اورېدلي چې وایي، امریکا د افغانستان په اړه د خپلې سټراټېژي پر ارزونه غور کوي.
0 نظرونه