کورټيس؛ افغان ولس سوله غواړي
د ناټو د اروپايي ځاکونو لوی قوماندان جنرال کورټیس سکاپاراتي وايي، په افغانستان کې اوربند وښوده چې د دې هېواد خلک سوله غواړي.
دی زیاتوي، د افغانستان امنیتي ځواکونو ريښتینی پرمختګ کړی او ناټو یې پر روزنه کار ته ادامه ورکوي، څو دا هېواد یو وار بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.
هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې وسلهوال طالبان د جګړې ډګر نه شي ګټلای او باید د سیاسي حل موندلو لپاره له حکومت سره خبرو ته کښېني.
0 نظرونه