دوستم دوشنبه کابل ته راځي
تمه ده د ولسمشر لومړی مرستیال د راتلوونکې دوشنې په ورځ کابل ته راشي.
د ملي جنبش ګوند یو شمېر سرچینې وايي، ترکیې ته د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش هلته له جنرال دوستم سره له لیدنې وروسته د ارګ او دوستم ترمنځ پر یو شمېر مهمو مسایلو هوکړه شوې ده.
د سرچینو له قوله، د همدې خبرو پر اساس به جنرال دوستم ژر کابل ته راشي.
خو ارګ رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
0 نظرونه