د حرمينو امامانو بيا په افغانستان کې سوله وغوښته
د حرمين الشريفين امامانو يو ځل بيا د جمعې لمانځه په خطبو کې په افغانستان کې د سولې لپاره دعا وکړه.
دوی په عربستان کې د علماوو نړيوال کنفرانس مهم وباله او افغانان يې سولې او يووالي ته راوبلل.
د مکې مکرمې خطيب الشيخ صالح بن محمد ال طالب د جمعې لمانځه په خطبه کې ویلي:
"يا الله! د هغو علماوو په کنفرانس کې برکت واچوې، کوم چې په مکه مکرمه کې د افغان سولې او په افغانستان کې د امن او استقرار د تحقق لپاره را ټول شوي وو. ياالله! د کنفرانس ګډونوالو ته او د هغوی "افغانانو" د هېواد ټولو خلکو، حکومت او ولس ته توفيق ورکړې، څو هغه څه وکړي چې د دوی د وطن خير په کې وي، خپلمنځي روغه سره وکړي، خپل صف يو کړي، بي اتفاقي او اختلاف پرېږدي او الله تعالی دې د دې کنفرانس لپاره د خادم الحرمين الشريفين هڅې قبولې کړي. "
همدا ډول د مسجد نبوي خطيب الشيخ عبدالباري الثبيتي د جمعې په خطبه کې ویلي:
"په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه کنفرانس، دا له هغه ځايه چې وحيې په کې نازله شوې ده، د سولې يو پيغام دی او له افغانانو غواړي، په ځانګړي ډول د هغوی له علماوو غواړي چې په خپل هېواد کې د سولې او استقرار راوستو ته کار وکړي او له هغه تباه کوونکې جګړې څخه يې راوباسي چې وچ او لامده يې ټول وسوځول. "
0 نظرونه