د سمڅې پر ماشومانو فلم جوړېږي
د فلم کيسې تر ډېره له مهمو پېښو، واقعیتونو او کله کله حقایقو هم را اخیستل کېږي.
ډېر کله به مو تاریخي فلمونه لیدلي وي چې کیسه یې د یوه مهم تاریخي شالید داستان بیانوي.
شاید زموږ په ژوند کې سلګونه داسې داستانونه وي چې په اورېدو يې سترګې را ډکېږي، خو کله هم فلم نه شول، مګر په نوره نړۍ کې ډېرې وړې پېښې هم لوی فلمونه جوړوي.
تازه به خبر شوي یاست چې په تالېنډ کې د ښوونځي له ۱۲ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله په یوه غار کې بنده شوه.
دا خبر دومره اوږد شو چې د نړۍ د مهمو خبرونو سرټکی یې جوړاوه، تر دې چې دا لوبډله له دې غار ووايستل شوه.
اوس تازه خبر دا دی چې اوس هالیووډ ملا تړلې چې په همدې پېښه یو فلم جوړ کړي.
د هالیووډ یوې کمپنۍ ویلي، په دې فلم کې به د دې ۱۲ ماشومانو هغه وضعیت انځور کړي چې د غار دننه یې تېر کړی.
دا چې پر دې فلم به کله کار پیل شي، نوم به یې څه وي او کله به خپور شي، لا څرګنده نه ده.
0 نظرونه