طالبان وايي، هر څوک چې جګړه غندي د امريکا ملګري دي
طالبان وايي، هر څوک چې جګړه غندي د امريکا ملګري دي
طالبان په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د عالمانو ناستې ته په غبرګون کې وايي، که عربستان د دوی جګړه ناروا وګڼي، دا به یې له امریکا سره مرسته وي.
دې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، هيڅوک حق نه لري چې دوی د ترهګرو او باغیانو په نوم یاد کړي.
طالبانو ادعا کړې چې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو حضور، د جګړې ماهیت ته بدلون نه شي ورکولای؛ ځکه خپلواک نه دي.
0 نظرونه