دانش ته افغانستان د دوستم اړ ښکاري
د ولسمشر غني مرستیالانو د ترکيې په انقره ښار کې له یو بل سره وکتل او تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره یې په هېواد کې د وروڼو قومونو پر یووالي او همغږي ټینګار وکړ.
د سرور دانش دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د جمهوري ریاست د دوو مرستیالانو کتنه په دوستانه ډول وشوه او دواړو لوریو په هېواد کې د روان وضعیت، د ملي تفاهم او د سولې د قوي بهیر، په هېواد کې د وروڼو قومونو تر منځ د یووالي پر اړتیا او د مستقیمو او رغنده خبرو له لارې د بېلابېلو مسایلو پر حل ټينګار وکړ.
سرچینه زیاتوي، د جمهوري ریاست لومړی معاون هیله من دی چې د هېواد ستونزې به د باور په فضا، متقابلو مرستو او د یو بل د زغملو په صورت کې ژر تر ژره حل شي.
0 نظرونه