کشاف له سعودي وغوښتل چې طالبان هم وروغواړي
په سعودي کې د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوال کنفرانس له غړیو د افغانستان د علماوو پلاوي وغوښتل چې د کنفرانس غړي دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او هم دې سعودي د سولې مذاکراتو لپاره طالبان حرمينو ته را وبولي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان د علماوو د پلاوي مشر مولوي قيام الدين کشاف په خپله وينا کې دې غونډې ته وړانديز وکړ چې دا کنفرانس بايد په افغانستان کې د جګړې له دواړو خواوو څخه د اوربند د پلي کېدو او د مستقيمو مذاکراتو د پيل غوښتنه وکړي.
کشاف غوښتنه وکړه چې د افغانستان د روان جنګ په اړه دې علما او د اسلامي همکاريو سازمان خپل موقف روښانه کړي او هم د همدې غونډې له ګډونوالو هيله کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د علماوو د پرېکړو او اقداماتو څخه ملاتړ وکړي.
0 نظرونه