ناټو د ولسمشر د سولې د هڅو او اصلاحاتو ملاتړ وکړ
د ناټو سرمنشي وایي، دوی د افغان ولسمشر د سولې او اصلاحاتو له پروسو څخه کلک ملاتړ کوي.
سرمنشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان او متحدینو تر سرمشریزې غونډې مخکې په خبري کنفرانس کې وویل، د غونډې په دویمه ورځ به دوی له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت وارزوي.
هغه زیاته کړه، دوی په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ادامې، د افغان سولې پروسې پر ملاتړ او له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو پر مالي ملاتړ خبرې کوي.
د هغه په خبره، د دوی ماموریت د افغان ځواکونو روزنه ده، څو دوی ښه پیاوړي شي او پرې نږدي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي مرکز بدل نه شي.
د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې د اصلاحاتو په اړه د افغانستان د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني د اصلاحاتو ملاتړ کوي.
0 نظرونه