په مکهمکرمه کې د طالبانو جګړه فتنه وبلل شوه
د مکې مکرمې امام د افغانستان روانه جګړه فتنه بولي او وايي، د دې هېواد وضعيت نور د زغملو نه دی او بايد دلته جګړه ژر ودرول شي.
د نړۍ د عالمانو په ناسته کې د مکې مکرمې امام او د سعودي عربستان د ملکي دېوان مستشار، صالح بن عبدالله بن حميد وايي، امن او ايمان دوه تړلي ټکي دي چې يو نه وي، بل نه شي راتلی، چېرته چې مومن وي، بايد هلته امن وي.
هغه وويل:
"موږ د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دی او څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شيطان لارې تعقيبوي. "
د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي يوسف القاطميين د ياد کنفرانس په پرونۍ ناسته کې وويل، طالبان دې د افغانستان د ولسمشر د سولې وړانديز ومني.
هغه زياته کړه، د اسلامي نړۍ علما دې د افغانستان په قضيه کې فعال رول ادا کړي.
0 نظرونه