کله کله دنده داسې هم پیدا کېږي
زموږ په وطن کې خو هسې هم د دندو کمی دی، خو په نوره نړۍ کې کله کله دندې ډېرې اسانه پیدا شي.
کیسه داسې ده چې په لندن کې یوه ځوان نږدې سلو دفترونو ته خپله سيوي ولېږله، خو یوه هم د دندې لپاره قبول نه کړ.
بالاخره کامران حسین مجبور شو چې سيوي په لاس پر سړکونو وګرځي او دنده وغواړي.
تر دې چې په یوه موټر کې ناست د کمپنۍ مدیر ترې سيوي تر لاسه کړه او دنده یې ورکړه.
0 نظرونه