اکشې کمار وايي، خندا ته ځانونه جوړ کړئ
د بالیووډ یو له ډېرو فلم جوړوونکیو، اکشې کمار وايي، د ده مینهوال دې ځانونه خندا ته تیار کړي.
اکشې کمار په خپل ټویټر لیکلي، د هاوس فول۴ د عکس بندۍ چارې پیل شوې.
هغه له بوبيدېول او ريتیش دیش مک سره یو ځای خپل تصویر خپور کړی او لاندې یې ورته لیکلي، دا ځل به یې فلم له نويو خوندونو برخمن وي.
که څه هم اکشې او ریتیش له وړاندې په دې فلمونو کې کار کړی، خو د بوبي دېول دا لومړی ځل دی چې په هاوس فول۴ کې را ښکاره کېږي.
هاوس فول به راتلونکی کال د دېوالي په مراسمو کې نندارې ته وړاندې شي.
0 نظرونه