سميع الحق؛ له پاکستانيانو پرته سعودي ته تللي عالمان غلامان دي
د پاکستان د دفاعي شورا مشر او د دغه هېواد د ملايانو امير سميع الحق وايي، په سعودي کې د افغانستان د سولې په اړه راټول شوي ديني عالمان د امريکا غلامان دي او دوی ته يې هيڅ فتوا د منلو نه ده.
په اکوړه خټک کې د حقانيه مدرسې مهتمم سميع الحق وړاندې وايي، د پاکستان له ټولو ملايانو، طالبانو او د نورې نړۍ له عالمانو څخه غوښتنه کوي چې د عربستان کنفرانس چې دی يې د امريکا دسيسه بولي، وڅاري او ټولې هغه پرېکړې چې پکې کېږي، بايد خلک وپوهوي چې و يې نه مني.
سميع الحق وايي، د افغانستان جګړه د ملا عمر په امر پيل شوی جهاد دی او زرګونو ملايانو يې ملاتړ کړی دی.
د ده په خبره، د اسلام پيغمبر ويلي چې جهاد بايد تر قيامته روان وي، ځکه نو بايد په افغانستان، کشمير او برما کې جګړه و نه درول شي.
ده ويلي، د جهاد په برخه کې ښځې ته له مېړه د اجازې غوښتنه شرط نه ده، نو طالبان دې په خپل سر جنګ ته دوام ورکړي.
0 نظرونه