د ټاکنو لپاره د بندیانو په نوم لیکنه کې ځنډ اندېښنې پيدا کړې دي
په ټاکنو کې له ګډون څخه د بندیانو پاتې کېدو په تړاو په داسې حال کې اندېښنې ډېرشوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په دوو ورځو کې به د بندیانو نوم لیکنې نېټه اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون ویلي، ټاکنو کې د بندیانو د ګډون کړنلاره تصویب شوې او ټاکل شوې چې د رایه ورکونکيو د نوم لیکنې تر پای پورې د چنګاښ پنځلسمه په شرایطو د برابرو زندانیانو نوم لیکنه، هغه زندانیان چې د محکمې له لوري ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شوي نه وي، هم ترسره شي.
خو تر پرون ورځې چې د نوم لیکنې بهیر له پای ته رسېدو څخه درې ورځې تېرې شوې دي، لاهم په شرایطو د برابرو بندیانو نوم لیکنه نه ده شوې.
0 نظرونه