پامپیو؛ امریکا د طالبانو او حکومت تر منځ خبرو کې ګډون ته چمتو ده
د امریکا د متحدو ايالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ژمنه کړې چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیز ملاتړ کوي.
هغه تکرار کړه چې د امریکا متحده ایالات خپله هم غواړي چې په دې خبرو کې اشتراک وکړي.
له هغه را وروسته چې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی افغانستان ته یې دا لومړی رسمي سفر دی.
هغه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تېر کال اعلان شوې سټراټیژي ته اشاره وکړه او ویې ویل دا طالبانو ته پیغام دی چې دوی هغه وخت ته انتظار نه شي کولای چې دوی ووځي.
0 نظرونه