ولسي جرګه فوق العاده غونډه غواړي
د ولسي جرګې رییس له حکومت څخه غواړي چې په ټول هېواد او په ځانګړي ډول شمال کې د موجوده ستونزو د حل لپاره د ګوندونو د مشرانو، دکابینې غړو، ملي شورا او سترې محکمې غړيو په ګډون غونډه وکړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي د یادې جرګې په پرونۍ غونډه کې وویل، د هېواد په شمال کې سیاسي اختلافونه د اندېښنې وړ دي.
هغه زیاته کړه، ولسي جرګه چمتو ده چې په هېواد کې د ستونزو د مدېریت په تړاو د هغو لاریون کوونکيو او حکومت تر منځ چې په اوو شمالي ولایتونو کې یې ټولنیز حرکتونه کړي، د منځګړیتوب لپاره یو پلاوى وټاکي.
0 نظرونه