نن په سعودي کې د عالمانو ناسته پیلېږي
په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکي د علماوو نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغان علماوو پلاوى جدې ته تللی دی.
دا ناسته نن پیلېږي او سبا به هم دوام وکړي.
په کنفرانس کې به د افغانستان تر څنګ د پاکستان، اندونېزيا، مالېزيا، بنګله دېش، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويټ، بحرين، مصر، موريتانيا، سوډان او تونس په ګډون تر ٣٣ زياتو اسلامي هېوادونو شاوخوا ١١٠ ديني عالمان ګډون وکړي.
بله خوا د اسلامي کنفرانس لهخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي؛
"د اسلامي نړۍ د سرمشريزو، او د اسلامي همکاري په سازمان کې د غړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو د پرېکړو په حواله سعودي عربستان د (افغانستان إسلامي جمهوريت کې د سولې او ثبات لپاره د إسلامي نړۍ د علماو کانفرنس) تر نامه لاندې د جدې او مکې مکرمې ښارونو کې دغه کنفرانس جوړوي. "
0 نظرونه