کټرينه او سلمان بيا يو ځای کېږي
هندي رسنۍ وايي، د هندي سېنما ښايستوکې فلمي ستورې کټرينه کيف او سلمان خان به ژر په يوه نوي فلم کې ګډ کار وکړي.
دغه فلم بهارت نومېږي او د هندي سېنما په تاريخ کې تر ټولو زياته بوديجه ورته ځانګړې شوې ده.
دوی وايي، په دغه فلم کې به سلمان خان له پريانکا چوپړا او کټرينه کيف سره يو ځای کار وکړي.
د دغه فلم کيسه د اوډې ټو مای فادر کيسې ته ورته ده.
د فلم کيسه د يوه داسې چا پر ژوند راڅرخي چې په کوريا کې د جګړې له امله له خپلې کورنۍ بېلېږي او بيا د فلم تر پايه يو په بل پسې سختۍ زغمي چې کورنۍ ته يې ورسېږي.
ټاکل شوې ده چې دغه فلم به د راتلونکي کال په اختر کې نندارې ته وړاندې شي.
0 نظرونه