د بروکسل په ناسته کې د سولې د بهیر پر پیاوړتیا خبرې کېږي
افغان حکومت وايي، د بروکسل په ناسته کې به د افغان ځواکونو په ملاتړ سربېره، د سولې د بهیر پر پیاوړتیا هم هر اړخیزې خبرې وشي.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي، د حکومت دواړه مشران په دې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.
عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډه له مخه خبریالانو ته ویلي و چې افغان حکومت د ناټو د سرمشریزې پایلو ته هیلهمند دی.
0 نظرونه