د ناټو سرمشريزه افغانستان ته مهمه غونډه ده
یو شمېر شنونکي وايي، د ناټو سرمشريزه په ډېر مهم وخت کې جوړېږي او د افغانستان لپاره یې ارزښت خورا ډېر دی.
دا ناسته راتلونکې چهارشنبه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې جوړېږي.
په دې غونډه کې چې افغانستان يې د اجنډا مهمه برخه ده، د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشري يو پلاوى هم ګډون کوي.
شنونکي وايي، په دې ناسته کې مهمه موضوع د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو بحث دی.
په دې ناسته کې د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر نوي تګلاره هم ارزیابي کېږي.
0 نظرونه