ولسي جرګه د افغانستان بانک رییس بېکاره بولي
ولسي جرګه وايي، د افغانستان بانک د پولي سیاست په تطبیق کې پاتې راغلی دی.
د دې جرګې اقتصادي کمېسیون وايي، همدا پاتې راتګ د دې سبب شوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په بېساري ډول را ټیټه شوې.
د دې کمېسیون غړي همدا ډول د افغانستان بانک ريیس د استیضاح غوښتنه هم کوي.
د ملي اقتصاد کمېسیون په راپور کې راغلي چې له قانون سره سم د افغانستان بانک په ګدامونو کې باید افغانۍ موجودې وای، خو اوس یې پر ځای ډالر ذخیره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډالرو د بیې لوړېدو د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او د نورو بېلابېلو موادو پر بیو ناوړه اغېز کړی او لوړې شوې دي.
0 نظرونه