یوې غونډې ته دوه مشران ځي
ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې ولسمشر غني او اجراییه رييس عبدالله دواړه ګډون وکړي.
دا غونډه د چنګاښ په ٢٠ او ٢١د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې کېږي.
د اجراییه رياست لهخوا په ياده غونډه کې د ډاکتر عبدالله ګډون تاييد شوى او د ناټو د ملکي استازي دفتر هم د دې ګډون پخلی کړی دی.
بله خوا په بروکسل کې د ناټو سازمان د مرکزي دفتر يوې سرچینې ویلي، دوى ولسمشر غني ته هم بلنه ورکړې او تمه کېږي چې هغه هم په دې مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
د ولسمشر د ویاند دفتر هم د هغه ګډون تایید کړی دی.
د ناټو په غونډه کې پر افغان ماموریت، سولې او مالي ملاتړ بحث کېږي.
0 نظرونه