د کرايي ويرجنو کاروبار ښه شوی
دا به مو اورېدلي وي چې خندا په ښه زړه کېږي، خو اوس ژړا هم ښه زړه غواړي.
که چا ته ډېرې پيسې ورکړئ، ډېر به ژاړي، که کمې ورکړئ، کم به ژاړي.
حيران شوي به ياست؟
تر ډېره د خوښيو په مراسمو کې خلک ځينې موسیقي غږوونکي کرایه کوي او یا هم نڅاګر، خو راځئ نن له یوې بلې تازه خبر شئ.
کیسه داسې ده چې په دې ورځو کې په افریکا کې د هغو کسانو کار روزګار ښه شوی چې د غم او ویر په مراسمو کې د پيسو په بدل کې ګډون کوي او بیا ژاړي او یا هم خفګان څرګندوي.
اوس ان خلک د دې خلکو د ویر او غمرازي په اړه داسې نکلونه کوي چې د نورو ورته خوله وازه پاتې کېږي.
د افریکا اوسېدونکي وايي، دې خلکو یې ویر ته یو جلا رنګ ور کړی او دوی ترې خوښ دي.
0 نظرونه