سلمان خان پر بل جنجال اوښتی
په دې ورځو کې د هندي سېنما د پاچا سلمان خان ستاره ډېره په ګردش کې ده. چې له یوه جنجاله سر خلاصوي، پر بل اوښتی وي.
تازه کیسه دا ده چې پر سلمان خان یې ګاونډیو تور پورې کړی چې له ذهني ستونزو سره مخ دی.
د هغه ګاونډیو رسنیو ته ویلي، سلمان پرلهپسې ذهني پرېشاني لري او تر خوا یې له ذهني تاوتریخوالي سره مخ دی.
هندي رسنیو د سلمان خان د ګاونډي کیتن ککړ له قوله لیکلي، سلمان خان ان د هغه په درې جریبه ځمکه هم خېټه اچولې او اوس یې نه ورکوي.
کیتن وايي، لومړی به چې کله خپلو ځمکو ته راغی، سلمان به ورسره ښه رویه کوله، خو کله چې له امریکا بېرته راستون شو او غوښتل يې پر خپله ځمکه ودانۍ ورغوي، د سلمان خان رویه بدله وه او خورا سخت سلوک یې ورسره وکړ.
دی وايي، سلمان دومره قهرجنه لهجه ورته کارولې چې دی یې په خپلو خبرو پېښمانه کړی دی.
کیتن وايي، ده ته ښکاري چې سلمان رواني ستونزې لري.
0 نظرونه