د روسیې سفارت مخ ته پرلت پیل شو
د سولې ولسي حرکت غړيو پرون د روسیې د سفارت مخې ته تر نامالومې مودې پرلت پیل کړ.
د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست وايي، دوی له روسیې څخه غواړي په افغانستان کې خپلې مداخلې بندې کړي.
د وطندوست په خبره، دوی همدا راز د داسې یوې جرګګۍ پر جوړولو موافقه کړې چې غړي به يې په بېلابېلو سيمو کې د حکومت او د دولت د وسلهوالو مخالفانو ترمنځ منځګړيتوب کوي.
0 نظرونه