د پاتې نوماندانو ليسټ راتلونکې اوونۍ اعلانېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو ابتدايي ليسټ به له دقیقو ارزونو وروسته، د راتلونکي اوونۍ په لومړیو کې اعلان کړي.
د دې کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو ټول اسناد کمېسیون ته رسېدلي او دوی به یې له تایید وروسته اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روانې اوونۍ په جریان کې د ولسي جرګې د نوماندانو ابتدايي ليسټ هم اعلان کړ.
0 نظرونه