په سعودي کې د جګړې ضد غونډه جوړېږي
د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو ناسته راتلونکې اوونۍ جوړېږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي ښيي چې د سعودي عربستان په ناسته کې د طالبانو استازي هم ګډون وکړي، څو د اسلامي نړۍ له دیني عالمانو سره د جګړې د دوام په اړه خپل لیدلوری شریک کړي.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، دا چې په دې ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه، مالومات نه لري، خو وايي، یاده ناسته د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
په دغه ناسته کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه هم د علماوو څلوېښت کسیز پلاوی سعودي عربستان ځي.
0 نظرونه