طالبان وايي، د سولې شورا درواغ وايي
په داسې حال کې چې د سولې شورا ځينو غړيو رسنيو ته ګونګه خبره کړې ده او ويلي يې دي چې ژر به ولس د سولې په برخه کې د يوه ستر پرمختګ شاهد وي، طالبان وايي، د سولې شورا درواغ وايي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، نن يې سرخط ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې ټولې خبرې بې اساسه او درواغ دي.
ده ويلي دي، طالبان به تر هغه وخته جګړې ته دوام ورکړي، تر څو چې په افغانستان کې بهرني سرتېري وي.
مجاهد وايي، د سولې شورا غواړي په دې توګه د ولس اذهان مغشوش کړي.
د سولې شورا له کلونو راهيسې کله ادعا کوي چې له طالبانو سره يې پټې خبرې روانې کړې، کله وايي، زېري را روان دي، کله په سوله کې د پرمختګ خبر ورکوي، خو په عمل کې يې تر اوسه څه نه ده ثابته کړې.
1 نظرونه
شیراحمد هجران
جمعه، ۱۵ سرطان ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply