اوس مالومه شوه چې پيسې ولې خوږې دي
یوه تازه څېړنه ښيي چې په تېرو پېړيو کې چاکلېټ د سرو زرو د سکو په څېر د راکړې ورکړې لپاره کارول کېده.
د واشنګټن پوهنتون د کلتوري برخې څېړونکیو په یوه تازه څېړنه کې ویلي، چاکلېټ هغه څه و چې زیات ارزښت یې درلود او له همدې کبله پرې را کړه ورکړه کېده.
د څېړونکې ډلې مشر محقق ډیوډ فراییډل وايي، دا کار په اوومه پېړۍ کې کېده.
دا څېړونکی وايي، هغه مهال چاکلېټ د سرو زرو د سکو په شکل جوړېده او له دې کبله چې خورا قیمتي او مهم و، را کړه ورکړه پرې کېده.
دا څېړونکی وايي، حتا چاکلېټ له ۶۹۱ کال څخه تر ۹۰۰ مېلادي کال پورې د کرنسي په توګه کارول کېده.
0 نظرونه