د نړۍ ناياب ايس کريم په جاپان کې جوړېږي
۱۳ سرطان ۱۳۹۷ 146373 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د نړۍ ناياب ايس کريم په جاپان کې جوړېږي

ډول ډول ایس‌کریم به مو لیدلي او خوړلي وي، په سرخط کې مو هم درته د لوړې بیې د ایس ‌کریم په اړه یو مطلب خپور کړی و، خو راځئ نن د یوه جالب بل ایس کريم په اړه ولولئ.

په جاپان کې د شیوډ په نوم یو داسې ایس ‌کریم خرڅېږي چې د جاپانيانو په خبره، ساری يې په نړۍ کې بل ځای نه‌شته.

دا ایس‌کریم په ټول جاپان کې یوازې یو ځای پیدا کېږي او هغه رسټورانټ چې دا ایس‌کریم په کې پلورل کېږي، هیاکوشو نومېږي.

د دې ایس‌کریم لوړوالی ۶۳۴ ملي مټره دی او د یوې لوړې ودانۍ په شکل جوړ شوی دی.

دې ایس‌کریم ته په جاپان کې تر ټولو لوړ ایس‌کریم ویل کېږي چې په ډېر مهارت سره هم جوړ شوی دی.

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې