پریانکا بیا محکمې ته غوښتل شوې
د بالیووډ ښکلې ستورې پریانکا چوپړا چې دا ورځې تر هند زیاته په امریکا کې وي، یو ځل بیا د غیرقانوني تعمیراتو د جوړونې په تور محکمې ته غوښتل شوې ده.
پر هغې تور دی چې د قانون خلاف یې د خپل نوي تعمیر پر سر یو پوړ زیات جوړ کړی دی.
ټایمز اف انډیا لیکي، پریانکا ته د دومره منزلونو جوړولو اجازه نه وه ورکړل شوې، خو هغې په خپل سره دا کار کړی دی.
له بله پلوه پریانکا وايي، ژر به دا قضیه پای ته ورسېږي.
0 نظرونه