د ټرانسپورت وزارت عواید زیات شوي
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزیر وايي، د اصلاحاتو او له فساد سره د جدي مبارزې په پایله کې د دې وزارت عواید زیات شوي دي.
حمید طهماسي د سه شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، اضافي بستونه يې ختم کړي او په فساد ککړ کسان یې له دې وزارته لېرې کړي دي.
د وزیر په خبره، د یادو اصلاحاتو په پایله کې د روان مالي کال په دوو ربعو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دی زیاتوي، د فساد د مخنیوي په هدف د کمېشن نوې پارچې چاپ شوې چې پکې د جعل او فساد د مخنیوي مسایل په جدي ډول په نظر کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طهماسي ویلي و چې د دې وزارت ۶۳ سلنه عواید حیف او مېل کېږي.
0 نظرونه