په روزګان کې د يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې
د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري په روزګان کې د اوبو د يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
د دې ولایت د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ريیس انجنير زلمی الکو وايي، د يادې پروژې د کار پر مهال به هره ورځ د سيمې لسګونو اوسېدونکيو ته د کار زمينه برابرېږي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژې ٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
0 نظرونه