د مخابراتي خدمتونو ماليه به رڼه شي
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجي وزارت وايي، د "رېل ډېټا منجمنټ سيستم" په پلي کولو سره به د ۱۰ سلنه مخابراتي خدمتونو د ماليې په ټولولو کې روڼتيا راشي.
دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د رېل ډېټا منجمنټ سيسټم RTDMS چې د نړۍ له پرمختلليو ټکنالوجيکي سیسټمونو څخه شمېرل کېږي د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې عملي کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې سیسټم په پلي کېدو سره د مخابراتي خدماتو د محصول عوايد نېغ په نېغه د دولت د عوايدو په واحد حساب کې شاملېږي او د مخابراتو وزارت په ګډون هيڅ یوه اداره په کې لاسوهنه نه شي کولاى.
سرچينه وايي چې د مخابراتي خدماتو د محصول د قانون له مخې، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د مخابراتي خدماتو ۱۰ سلنه محصول د جوړې شوې کړنلارې او دوی ته له ورکول شوي فارمټ سره سم نېغ په نېغه په افغانستان بانک کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجي وزارت حساب ته واستوي.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، په ۱۳۹۴ کې د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د پېلېدو څخه تر اوسه څه باندې اتيا ميليارډه افغانۍ د دولت د عوايدو واحد حساب ته جمع شوي دي.
0 نظرونه