د سولې شورا د سعودي غونډې ته امېدواره ده
د سولې عالي شورا وايي، د جګړې د پای ته رسېدو او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د هڅو په دوام په سعودي عربستان کې جوړېدونکې غونډه خورا مهمه ده.
د سولې عالي شورا هیله ښيي چې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره به زمینه برابره کړي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، په دې ناسته کې به د ۳۶ هېوادونو دیني عالمان د اسلام له نظره په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه بحث وکړي.
دا دوه ورځنۍ ناسته د افغانستان په غوښتنه د سعودي عربستان په کوربه توب او د اوایسي یا د اسلامي همکاریو سازمان له لوري په جده او مکمه ښارونو کې جوړېږي.
0 نظرونه