
په هند کې د کريکټ او سندرو جګړه
د هندوستان پخواني کریکټر ونود کامبلي او د هغه مېرمنې اینډریا هیوټ مشهور سندرغاړی انکت تیواري په عام محضر کې ډبولی دی.
هندۍ رسنۍ لیکي، د دوی ترمنځ هغه مهال شخړه وشوه چې کله تیواري په یوه شاپنګ سنټر کې د کامبلي مېرمن هیوټ ښکل کړه.
جالبه دا ده چې شخړه خپله د کامبلي مېرمنې پیل کړې او تیواري ته یې سنډل کش کړی دی.
له بلې خوا بیا تیواري پر کامبلي او هیوټ عریضه کړې او دوی دواړه یې له ځان سره په تاوتریخوالي تورن کړي، خو کامبلي بیا پر خپل ټویټر لیکلي، ستونزه هغه مهال پېښه شوه چې انکت تیواري په عام محضر کې د ده مېرمن په ډېر بد ډول ښکل کړه.
ده نه دي ويلي چې بد ډول ښکلول يې بيا څنګه وي.
1 نظرونه
gxwtjrhhqx
دوشنبه، ۲ حمل ۱۴۰۰پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply