داسې ناویانې به مو تر اوسه نه وې لېدلې
شاید د واده په لباسونو کې مو ډول ډول ناویانې په بېلابېلو کارونو بوختې لیدلې وي. دا کارونه په نوره نړۍ کې ډېر کېږي.
راځئ نن په سرخط کې له دې خبر شئ چې په روسیه کې نږدې یو درجن ناویانو د واده په سپینو او پراخو جامو کې فوټبال کړی.
دوی په خپلو کې دوستانه سیالي کړې او وايي، دا کار یې ځکه کړی چې د یوه یادګار په توګه یې په ژوند کې پاتې شي.
دغو جوړو نږدې ۱۵ دقیقې سیالي وکړه او بیا یې د خپلو ودونو مراسم جلا جلا تر سره کړل.
د دوی د لوبې لپاره زیات شمېر مینهوال هم راغلي وو او په هڅونې سربېره یې د ودونو مبارکي هم ورکوله.
0 نظرونه