سيکان د جلالاباد د بريد څېړنه غواړي
وروسته له هغه چې ننګرهار مېشتي سيکان د داعشي وسلهوالو د يو ځانمرګي بريد ښکار شول، دوی د يادې مرګونې پېښې د جدي څېړنې او عاملينو د مجازات غوښتنه کوي.
ننګرهار مېشتو هندوانو اوسيکانو پرون د پېښې په ځای کې مسوول امنيتي سرتېري په نه همکارۍ تورن کړل او تور يې پورې کړ چې ډېر کسان د دوی د نه همکاري له امله مړه شول.
ولسي جرګې ته د سيکانو د يوازېني کانديد اوتار سينګهـ زوی نرېندر سينګهـ غوښتنه وکړه چې د پرونۍ پېښې دقيقه څېړنه بايد وشي چې څنګه يو ځانمرګی په دومره ډېرو تالاشيو او شديدو امنيتي تدابيرو کې دې ځای ته رسېدلی.
هغه زياته کړه، دوی د يادې پېښې د عاملينو د مجازات غوښتونکي دي او که يې عاملين و نه نيول شي؛ نو دوی به په پراخو مظاهرو لاس پورې کړي.
0 نظرونه