سنجېدت د ځان پر حال وژړل
دا ورځې په بالیووډ کې د سنجېدت پر ژوند د جوړ شوي فلم کیسې ګرمې روانې دي، خو دې فلم په نورو سربېره، سنجېدت هم ژړولی دی.
د فلم مرکزي کردار رنبیر کپور مخ ته وړی او دومره جالب کار یې کړی چې له سنجېدت سره یې هیڅ توپیر نه کېږي.
هندۍ رسنۍ لیکي، هغه مهال چې سنجو بابا دا فلم کوت، دومره بې اختیاره یې ژړل چې کنټرول یې له لاسه ورکړی و.
د راجکمار هیراني په لارښوونه جوړ شوی فلم اوس دومره مشهور شوی چې له انلاین لیک کېدو سره سره یې پرېمانه پیسې ګټلې دي.
خو له دې ټولو سره سره سنجېدت ویلي، رنبیر کپور یې ژوند داسې انځور کړی چې ده په خپله هم دا کار نه شوای کولای.
سنجې رنبیر کپور ستایلی او هغه یې تر ټولو زحمت کشه او ښایسته ستوری ګڼلی دی.
0 نظرونه