عطا وايي، له عبدالله سره يې نوره نه پالي
د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجراییه رييس عطامحمد نور وايي، په راتلونکيو ټاکنو کې د اجراییه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي.
عطامحمد نور مزارشريف ته له راتګ سره سم په خپل سياسي دفتر کې د بلخ له ملکي او نظامي چارواکيو، قومي مشرانو او د جمعيت ګوند له غړيو سره په ګډه غونډه کې راڅرګند شو.
دی وايي، راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو ته پر تياريو بوخت دی.
د جمعيت ګوند اجراییه رييس دا هم وويل، هر ځل چې له هېواده بهر وځي؛ نو ورپسې تبليغات کېږي، چې په وينا يې اساس نه لري.
د بلخ پخواني والي زياته کړه چې په ترکيه کې يې د افغانستان ژغورنې ايتلاف له غړيو جنرال دوستم او محمد محقق سره هم کتلي او د ياد ايتلاف پر پراختيا يې بحثونه کړي.
0 نظرونه